کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٨
دشهيد داوونۍ او دافغانستان دملي اتل شهيداحمد شاه مسعود دشهادت دتلين نن هم په ټول افغانستان کې درناوي وشو.
احمدشاه مسعود د ١٣٨٠ کال د وږي دمياشتې په اتلسمه نيټه د دوو تنو عربانو له خوا دځانمرګې بريد له امله چې ځانونه يې خبريالان معرفي کړي و د تخار ولايت دخواجه بهاوالدين په سيمه شهيد شو.
دافغانستان دولت دغه ورځ مسعود ته د درناوي په خاطر عمومي رخصتي اعلام کړې ده او دغه راز د نورو شهيدانو په درناوي دغه اوونۍ يې دشهيد داوونۍ په نامه نومولې ده.
نن هم دافغانستان دملي اتل د درناوي په خاطر دقندهار ، هلمند بلخ ، لغمان ، فارياب،لوګر، سرپل ، پروان ، پنجشير ،کاپيسا ،بدخشان او دتخار په ګډون په ټول افغانستان د زرګونو تنو په ګډون غونډې جوړې شوې.
په دې غونډوکې ويناوالو دشوروي دځواکونو او تروريزم په مقابل کې د جهاد او مقاومت په دوره کې دشهيداحمدشاه مسعود کارناموته اشاره وکړه او مسعوديې په افغانستان دخپلواکۍ او خپلواکى غوښتنې او پرمختګ غوښتنې مثال وباله .
دغو وينا والودغه رازد افغانستان د ترقۍ او نيکمرغۍ، د بشرد حقوقو، او په سياسي ، اقتصادي ، ټولنيز او د زده کړې په برخوکې د ښځو دندې ته دمسعود فکراو انديشې ته په اشارې سره له دولت څخه وغوښتل چې نيکمرغۍ ، ټولنيز عدالت او ترقۍ ته دافغانستان د رسيدو لپاره دمسعود له فکر او انديشې څخه استفاده وکړي .
په دغونډو کې دمسعود مينه والو دفاتحې داخستلو دمراسمو دسفر داستان دغونډو او دکتاب د نندارتون په جوړلو سره د ملي اتل د ياد درناوي وکړ.
0 1 دقیقه لوستل