سیاست

په افغانستان کې د سياحت، چلنجونو او فرصتونو تر عنوان لاندې يوه غونډه جوړه شوه

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
په افغانستان کې د سياحت، چلنجونو او فرصتنو تر عنوان لاندې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دې غونډه کې د فرصتونو، په افغانستان کې د سياحت د لارې پرسر د پرتو ستونزو او خنډونو او د ګرځنډوى د انکشاف او پراختيا د لارو چارو په باب خبرې وشوې.
دغونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معين زردشت شمس په هېوادکې د ګرځندوى په لاره کې د پرتو چلنجونو او دغه راز د پرمختګونو او راتلوونکو پروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل: د ګرځندوى له لارې کولاى شو د هېواد د بېلابېلو سيمو تاريخي آبدات، لرغونې ساحې او طبيعي منظرې نړۍ ته معرفي کړو.
ده په افغانستان کې د ګرځندوى صنعت په لا زياتې ودې او پراختيا باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دغه صنعت ته پاملرنه په سياحتي سيموکې خلکو ته د کار او عوايدو زمينه برابروي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معين د خصوصي سياحتي شرکتونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ همغږي او همکاري په هېوادکې د ګرځندوى صنعت د پرمختګ په لاره کې يو ګټورګام وباله او په دې برخه کې د دغه وزارت يو لړ کړه وړه او په هېوادکې د ګرځندوى صنعت د لارې پرسر پرتې ستونزې او خنډونه بيان کړل.
دغه راز ده د ګرځندوى د انکشاف بورد د طرزالعمل د مسودې په باب چې په هېوادکې د ګرځندوى د فعاليتونو د لا زياتې همغږۍ په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا چمتو شوې ده؛ هم معلومات ورکړل.
په دې غونډه کې د جمهوري رياست د عدلي او قضايي چارو د مشورتي بورد رييس نصرالله ستانکزي په قانوني او حقوقي لحاظ د ګرځندوى په صنعت کې د شته نيمګرتياوو او نواقصو په باب، د ملي امنيت د شورا سلاکار نجيب الله منلي د اقتصاد د برخې په توګه د ګرځندوى او فرهنګ د پيژندنې په اړوند، د ژواندانه د چاپيريال ساتنې د خپلواکې ادارې رييس مصطفى ظاهر په هېوادکې د طبيعي منظرو او سياحتي ساحو او د سيمې خلکو ته د کار او عوايدو د زمينو په برابريدوکې د هغه د رول، په پارلمانى چاروکې د دولت وزير پوهنمل نبي فراهي د ګرځندوى په برخه کې د ستونزو او ګرځندوى صنعت ودې او پراختيا ته د پاملرنې او د دغه صنعت د پرمختګ په خاطر له ډيرو کوچنيو مطالعاتو څخه د استفادې په باب، د آغاخان بنسټ د فرهنګي برخې مسوول امير فولادي په باميانو ولايت کې د ګرځندوى په برخه کې د هغوى کړو وړو په باره کې، په کابل کې د يونيسف د ادارې د فرهنګي برخې مسوول په افغانستان د ګرځندوى په برخه کې د اړوند بنسټ د پروګرامونو، پوهنوال رسول باوري د ګرځندوى په برخه کې د بنسټونو او فرصتونو او په دې لاره کې د پرتو ستونزو، پوهاند عزيز احمد پنجشيري په افغانستان کې د ګرځندوى د سابقې په باره کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر حليم تنوير د کورنى ګرځندوى په باب ، الکوزي د ګرځندوى په برخه کې د پانکونې په لاره کې د شتو چلنجونو په باره کې او دغه راز د هوټلونو د اتحاديې او د سياحتي شرکتونو استازو خپلې ستونزې بيان کړې او په هېوادکې د ګرځندوى صنعت د ښه والي په خاطر يې خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل.
د دغې غونډې په پاى کې د ګرځندوى د انکشاف بورد د مسودې په باب هم خبرې وشوې او د غونډې برخه والو په دې اړوند خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته