امنیت

په کندز کې دسپرليو دوژل کيدو په اړوند مظاهرې وشوې.

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
په لسګونو تنو هيوادوالو نن د کندز ولايت په مربوطاتو کې د سپرليو د وژل کيدو په اړوند په کابل ښار کې په مظاهرو لاس پورې کړ.
دمظاهرو برخه والو په کند ز کې د ملکي وګړو او مسافرانو د وژنې په باب د طالبانو د عملونو په وړاندې دژورې کرکې او غوصې مراتب څرګند کړل .
او له دولت څخه يې د ډاراچوونکو په وړاندې د غوڅ عمل غوښتنه وکړه.
دباختر آژانس خبر يال دخبر له مخې : مظاهره کوونکو لومړۍ د کابل ښار د پل خشتي جامع جومات ته څيرمه غونډه وکړه او وروسته يې د پشتونستان تر څلور لارې پورې په لاريون لاس پورې کړ او هلته يې يو پريکړه ليک ولوست،
دوى د طالبانو دډلې پر ِضد شعارونو په ورکولو سره له دولت څخه وغوښتل چې په کندز کې د مسافرانو دوژنې عاملينوته سزا ورکړي.
دمظاهرو برخه والو دغه راز د ماهرو ، مجربو او مسلکي کسانو له خوا دامنيتي بنسټونو  دادارې غوښتنه وکړه او د ملي اردو،ملي پوليسو اوملي امنيت تر منځ په زياتې همغږۍ ټينګار وکړ.
دمظاهروبرخه والو وويل : نن ورځ له بل هروخت څخه زيات د ملي وحدت ټينګښت ته اړتيا ده او زموږ خلک له دولت څخه غواړي چې دکورنيو او بهرنيو دښمنانو دتوطيو او دسيسو په شنډولو سره د مليتونو تر منځ دبې اتفاقۍ دله منځه وړلو لپاره عملي ګامونه واخلي.
دمظاهروبرخه والو دغه راز دهيواد له دفاعي او امنيتي بنسټونو څخه د هغو نورو مسافرانو د اخلاصون لپاره چې لا تراوسه پورې د انسان تښتوونکو په بند کې دي دجدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته