امنیت

تبصــره

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١٢ :
نه شي کيداى په وحشت او دهشت سره دافغانستان دخلکو غږ زندى کړاى شي او د ملي ارزښتونو په ساتنه کې د هغوى ژمنه ماته شي .
د باختر آژانس مفسر ليکي:
وړمه ورځ تور زړو او د طالبانو په مزدورې او اجيرې ډلې پورې اړوندوکسانو په يوبل جنايت لاس پورې کړ او بيا هم يې په خپلو تورو کارناموکې يو بل فصل پرانيست.
دغې تروريستي او نوکرصفته ډلې په کابل کې د هېواد دميړنيو بچيانو دسپرلۍ  په کاروان او وسايطو په بريد سره چې نوي دملي پوليسو له ليکو سره يوځاى شوي وو، پيښه رامنځته کړه.
هغه کسان چې وړمه ورځ شهيدان شول؛ په خپل هېواد کې د امنيت او ثبات لپاره يې ژمنه لرله او د ملي پوليسو له ليکو سره د پيوستون له لارې د ملي او هېوادنيو ارزښتونو د ساتنې په لټه کې وو. په داسې حال کې چې نوکرصفتو او متحجرو طالبانو دغه ناوړه صفت ځانته ساتلى دى.
طالبانو د دغو اتلانو د سپرلۍ په وسايطو په بريد سره دا مسئله ثابته کړه چې هغوى دافغانستان دخلکو دپرمختګ ، سوکالۍ ، نيکمرغۍ او امنيت خنډ دي  او په دغه هېواد کې له هرې مثبتې او فعالې پديدې سره دښمني لري او له هر انتخاب او عمل څخه به کار واخلي چې په دغه هېوادکې د عدالت غوښتنې او هېوادپالنې غږ زندى کړي.
هغه څه چې وړمه ورځ د کابل ښار دقلعه حيدرخان په ساحه کې رامنځته شول؛  لومړۍ تروريستي پيښه نه ده. تور زړو او متحجرو طالبانو په تيرو وختونوکې هم   د دې هېواد له اوسيدونکو او بچيانو څخه په تروريستي بريدونوکې قربانۍ اخيستې دي او په دې ترتيب د سيمې د هغو استخباراتي سازمانونو لپاره  چې  د دې هېواد  او د هغه د خلکو د ځپلو لپاره پروګرام جوړوي، يوه وسيله وه .
د افغانستان خلک په تيرو دريو لسيزو په تېره بيا د وروستيو پنځلسو کلونو په بهيرکې د ډيرو ناوړو جنايتونو او تروريستي بريدونو شاهدان دي چې ددغه هېواد د دښمنانو له خوا چې هماغه دګاونډي هېواد د استخباراتي سازمانونو کرنيلان دي، طرحه شوي دي. خو دغه ملت ژوندى او پياوړى پاتې دى او ترور  او وحشت ته نه دى تسليم شوى .
د وړمې ورځې پيښه سره له دې چې ددې هېواد د څو تنو ميړنيو بچيانو دشهادت سبب شوه؛ خو د وګړني پيوستون لپاره يو عامل شوې ده او زموږ خلک په اوچت غږ تروريستانوته وايي: که چېرې تاسې څومره وينه تويې کړئ؛ هېواد ويجاړکړئ؛ دغه ملت ژوندى دى او ستاسو په وړاندې به د اوسپنيز ديوال په شان ولاړ پاتې شي .
د وړمې ورځې جنايت چې طالبانو پرې  وياړ وکړ او په نړيواله کچه کې يې غبرګونونه له ځانه سره لرل، جمهور رئيس د تحقيق امر وکړ  او ټينګار يې وکړ: له هغو کسانو سره به چې  له ميدان ښار څخه کابل ته ددغو ځوانانو په استولو کې  په بې پروايي سره اقدام کړى دى؛ غوڅ چلند وشي.
جمهور رئيس دغه پيښه دبشريت پرخلاف د جنايت په توګه بللې ده .
دغه رازپه کابل کې دامريکا سفارت دغه پيښه غندلې ده او ټينګار يې کړى دى چې دغه هېواد د افغانستان د خلکو شريک او دوست پاتې کيږي. دغه راز نورو  هېوادونو او موسسو ددغه عمل په غندلو کې خپل غږ پورته کړى دى.
د افغانستان خلک د دغې پيښې دعاملانو او د هغو کسانو د مجازاتو په باب چې له ميدان ښارڅخه کابل ته د دغو ځوانانو په استولوکې يې په بې پروايي سره عمل کړى دى؛ دجمهور رئيس دتصميم هرکلى کوي او له تحقيق کوونکو څخه غواړي چې دغه مسئله دې په  جدي توګه وڅيړل شي. ځکه دا يوځل او يا دوه ځلې نه دي چې د پوځيانو او د ملکي مامورينو د سپرلۍ په وسايطو تروريستي بريدونه کيږي. هغه پرله پسې بې پروايي چې د هېوادوالو او د ځوانانو  دشهادت سبب شوي دي، زياتې پوښتنې پيدا کړې دي چې بايد مسوولين ځواب يې خلکو ته ورکړي.
دغه رازهغو نړيوالو دوستانو ته چې ځان زموږ د خلکو شريکان او دوستان بولي؛ لازمه ده چې ددغه شان جنايتونو د عاملانو په مجازاتو کې جدي شي. يوازې د ډاډګيرنې او همدردۍ د پيغام صادرول او يا د اعلاميې خپرول د کوم درد درملنه نه کوي. هغه کسان چې له موږ سره غم شريکي کوي؛ له موږ څخه په ښه توګه  د تروريستانو د استوګنې سيمې او پټنځي او د هغوى د ملاتړو پتې پيژني، نو مهرباني دې وکړي د تروريستانو او د هغوى د ملاتړو په مجازاتوکې چې له شک پرته د بشريت پرخلاف يې جنايت کړى دى، له ډيل پرته اقدام وکړي او د صربي جنايتکارانو په شان هغوى د هاګ تر نړيوالې محکمې پورې تعقيب کړي.
دغه راز د دين عالمانو ته لازمه ده چې  په منبرونوکې دې خپل غږ اوچت او دهغو کسانوجنايتونه افشا کړي چې د لوى خداى (ج) بنده ګان د روژې په مبارکه مياشت کې چې د تقوا، ترحم، عباداتو او طاعاتو مياشت ده؛ په ناځوانمردانه ډول وژني. آيا له دې څخه زياته له لوى خداى (ج) او د هغه له بنده ګانوڅخه ترسره کيداى شي چې يو روژه تي، يو عابد او يو بې دفاع شخص په مظلومانه ډول ووژل شي. ددغه شان جنايتونو په وړاندې چوپتيا په خپله جرم دى. نو بايد هغه  کسان افشا کړو چې پيښې رامنځته کوي او خلک وژني او په دې ترتيب کولاى شو آرام وجدان ولرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته