کابل باختر دليندي ديرشمه :
دپوليسو ځواکونو تېرماښام پنځه تنه انسان تښتوونکي په نيمروز ولايت کې ونيول.
دغه انسان تښتوونکي د زرنج ښار د جنوب په ساحه کې له هغه وروسته ونيول شول چې دوه نجونې يې وتښتولې او غوښتل يې هغوى نامعلوم ځاى ته وليږدوي.
دنيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير نعمت الله ناصر باخترآژانس ته وويل چې دغه انسان تښتوونکي اوس د پوليسو دځواکونو تر پوښتنې لاندې دي او دوه ځوانې نجونې بېرته کورنيو ته يې سپارلې شوې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ