کراچي باختر دسلواغي دويمه :
د پاکستان د سند ايالت په دوو ښارونو کراچي او حيدر آباد په ودانيوکې دمليشه طالبانو د بريد له خبردارى وروسته د دغوجيلونوله خوا سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي.
باخترآژانس د دي نيوز انټرنشنل ورځپاڼې له خولې خبر راکړچې د پوليسو نوى استول شوي افسران په واټونوکې ځاى پرځاى شوي دي او جيل ته غځيدلى واټ د ترافيکو پرمخ تړل شوى دى.
دغه راز د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره د حيدرآباد ښارپه جيل کې ورته امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او د پوليسو د قوماندانانو په ګډون درې سوه پنځوس تنه افسران د دغو امنيتي تدبيرونو د يوې برخې په توګه دغه جيل ته څيرمه ځاى پرځاى شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ