
کابل، د وږي ۵مه، باختر
د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر الهام محکوموف افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د خپل افغان سیال حمیدالله اخندزاده او د ننګرهار ولایت د ځايي چارواکو په ملتیا له تورخم بندر څخه لیدنه وکړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د یادې لیدنې پرمهال د ننګرهار مرستیال والي، امنیه قومندان او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست له خپل ازبکستاني سیال سره د دغه سفر پرمهال د تورخم له مسوولینو سره د کتنې ترڅنګ د ډیورنډ له فرضي کرښې څخه هم لیدنه وکړه.
د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر د یادې کتنې پرمهال تورخم بندر د ټرانزیټ لپاره یوه مهمه او اساسي لار یاده کړه او زیاته یې وکړه، د ازبکستان حکومت هڅه کوي، چې د افغانستان ټرانزيټ او ملي اقتصاد د ودې په برخه کې مرسته وکړي، تر څو افغانستان په دغه برخه کې پر ځان بسیا شي.
نوموړي زیاته کړه، چې سویلي اسیا د مرکزي اسیا سره د افغانستان له لارې نښلولو سره به د افغانستان ملي اقتصاد ډېره پراختیا پیدا کړي او زرګونه افغانانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.
هېره دې نه وي، چې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې دمګړۍ کابل د یاد هېواد د یوه بل لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی.