(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د ازبکستان هېواد د نباتي تخمونو او ناروغیو متخصص د ننګرهار کانال له ریيس سره وکتل

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د ازبکستان هېواد د نباتي تخمونو او ناروغیو متخصص ابرار قلندروف د ننګرهار کانال له ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ننګرهار کانال ریيس مولوي غلام الرحمن کظيم د نوموړي د هرکلي ترڅنګ وویل، چې د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د هېواد ستر هر اړخيز (اقتصادي، ښوونيز، د کرنې د پرمختګ، ساختماني، عمارتي او داسې نورو څخه متشکل) دولتي شرکت دى، چې د کرکیلې پراخې ځمكې لري.

د نوموړي په خبره، د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د ټولنيزو پرمختګونو ترڅنګ د ملي اقتصاد په پياوړتيا کې هم اساسي او مهم رول لوبوي او د هېواد د صادراتو په برخه کې يې ونډه د پام وړ ده.

ورته مهال په کتنه کې قلندروف د ننګرهار کانال ریاست سره په فني او مسلکي، ظرفيت لوړونې، کرنيزو تخمونو ترويج، هڅونې، اصلاح شويو تخمونو کښت او ترويج، سړو خونو جوړولو، د کرنې ميکانيزه کولو، د اوبخور د څاڅکو سيسېتم او نورو برخو کې مرستې او همکارۍ ته چمتووالی وښود.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا