اقتصاد

د کمونکس له مرستيال سره د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د لوى رييس کتنه

کابل باخترد تلې  ديرشمه :
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى رييس محمودشاه حبيبي پرون د کمونکس موسسې له مرستيال کاترين کانم سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
  باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په دې کتنه کې دواړو لورو د ملکي هوايي چلند په برخه کې د( USAID ) پروژو د تطبيق د بهير په باب خبرې وکړې او د دغو پروژو د کار د بهير د ګړندي کولو په لاره کې يې تصميممونه ونيول .
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى رييس د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې ( USAID ) د مرستو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل چې دغه اداره په سمه توګه له دغو مرستوڅخه د ګټې اخستنې  لپاره له ټولو شتو امکاناتوڅخه استفاده کوي .
په مقابل کې د کمونکس مرستيال وويل چې ( USAID ) به د ملکي هوايي چلند په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې د ملکي هوايي چلند  د خپلواکې ادارې له چارواکو او مشرتابه هيئت سره له نږدې همکار دى.
د يادونې وړ ده چې ( USAID ) د ملکي هوايي چلند په برخه کې د همکارو بنسټونوله جملې څخه دى او د دغه بنسټ په مرسته په ملکي هوايي چلند پورې  څو اړونده پروژې اجرا شوې او يا هم د اجرا په حال کې دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته