(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

د ازبکستان یو لوړ پوړی سوداګریز پلاوی کابل ته راورسېد

کابل، د وږي ۴مه، باختر

د ازبکستان هېواد یو لوړپوړی ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوی نن غرمه د ۲ ورځني سفر په موخه کابل ته راورسېد.

د یاد پلاوي مشري د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت لومړی مرستیال ناظم جان خالمرادوف کوي.

یاد سفر د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا له پاره له ارزښت ډک بلل کېږي. ازبکستان د برېښنا, ټیکنالوژۍ او خوراکي توکو په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې، چې د دې دوه ورځني سفر په اوږدو کې به پرې هر اړخیزې خبرې اترې وشي.

په پام کې ده چې د دواړو هېوادنو حکومتي او د خصوصي سکتورونو سوداګریز استازي یو لړ خپلمنځي ناستې ترسره کړي او د سوداګریزو اړیکو څرنګوالی او پرمختګ و ارزوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا