سیاستخبرونه

د ازموینو ملې ادارې د تېر یوه کال لاسته راوړنې رسنیزې کړې

کابل، د زمري۲۰مه، باختر

ملت ته د حساب ورکولو د لړۍ پر دوام د ازموینو ملي ادارې نن د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکي کړې.

د یادې ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدیر خموش په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو ورسته يې هم چارې په عادي ډول روانې دي او خپلو فعالیتونو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي.

عبدالقدیر خموش وايي په تېر یوه کال کې د مختلفو اداراتو اړوند ګڼې ازموینې اخیستې دي چې له هغې جملې څخه د کابل مرکزي، ښوونې او روزنې، پولیتخنیک او ننګرهار پوهنتونونو د ماسټرۍ ازموینې، د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو د اکمال تخصص، کمونیتي کالج، د ښوونکو، ۵ او ۶ مو بستونو، او افغان پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا د ازموینو اخیستل د یادونې وړ دي.

نوموړی وايي چې د تېر یوه کال په موده کې په ازموینو د ملي ادارې په تشکیلاتي جوړښت هم کار کړی او د ۲۲۳ بستونو له جملې څخه د دې ادارې اوسنی تشکیل ۱۷۵ بستونه دي او د تشکیلاتي پړسوب څخه د مخنيوي په موخه يې ۴۸ بستونه تنقیص شوي دي.

خموش همدارنګه وویل چې د ۱۴۰۰ ل کال د کانکور د ازموینې لپاره هم چمتووالی په بشپړېدو دی او ښايي د وږي میاشتې تر پایه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې د سږ کال کانکور ازموینه  به د نورو کلونو پر خلاف په یوه دوره کې واخیستل شي او شاوخوا یوه اونۍ وخت به ونیسي.

د یادولو وړ ده چې د ازموینو د ملي ادارې په تېر یوه کال کې يې د ازموینو د حق الشمول له درکه ټول ټال ۸۸ میلیونه ۴۶۴ زره ۱۸۹ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا