ورزش

د آرش ټيم خپل سيال ته ماتې ورکړه

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
په هرات کې د فوټبال د حذفي جام سيالۍ پرون په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د آرش او پيروزي ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د صفر په وړاندې په دريو سره د آرش ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
د نوروزي دڅرګندونو له مخې : دفوټبال د حذفي جام سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي او په اوونۍ کې درې ورځې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته