خبرونهروغتیا

ډاکټر وحيد مجروح د ابتدايي روغتيايي خدمتونو پر پياوړتيا ټينګاروکړ

کابل/ دوري ٢٦مه /باختر

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح د يونيسف ادارې له استازي سره د ابتدايي روغتيايي خدمتونو پر پياوړتيا ټينګاروکړ.

ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د يونيسف ادارې په  همکارى د نړيوالو روغتيايي شريکانو ترمنځ د عامې روغتيا وزارت د رهبرى او د نړيوالو مرستندويو بنسټونود استازوپه ګډون په انلاين ډول يونړيوال کنفرانس جوړ شي.

په دې کنفرانس کې ډاکټروحيدمجروح د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو د ملاتړاود لومړنيو روغتيايي  خدمتونو د وړاندې کولو سيستم د پياوړتيا په اړه خبرې کوي.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکو رول مهم وباله اود دغه کنفرانس د جوړولو په  خاطر يې د يونيسف ادارې له همکارى قدرداني وکړه .

ډاکټر مجروح دغه راز وويل چې د ټولنې د روغتيايي کارکوونکوترڅنګ روغتيا پالان او قابلې هم د روغتيايي خدمتونوپه وړاندې کولوکې ارزښتناک رول لري اوموږ هلې ځلې کوو   چې د هغوى د ظرفيتونو د لوړولو لپاره د زياتو زده کړو زمينه برابره کړو.

ختم_ ج –ا

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته