ورزش

په روزګان ولايت کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
دروزګان ولايت دسهراب او خاص روزګان په ولسواليو کې  دامنيتي ځواکونوپه عملياتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دهېواد په جنوب  کې د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد محسن  سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو  دځواکونو له خوا دروزګان  ولايت دسهراب او خاص روزګان دولسواليو په ځينو ساحو کې ترسره شول چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو عملياتو په  بهير کې  دوسايطو ضد دوه ماينونه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته