خبرونهفرهنګ

د استاد محمد آصف فطرت هروي د مړینې د سلمې ورځې درناوی وشو

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر
د استاد محمد آصف فطرت هروی د مړینې سلمه ورځ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو، د پوهنتون له استادانو، فرهنګیانو او ځوانانو په ګډون ونمانځل شوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقاني وايي چې شاعران او لیکوالان د اسلامي امارت ویاړ دي او اسلامي امارت هلې ځلې کوي چې د هغوی ترڅنګ د هېواد د ودانولو لپاره کار وکړي.
مولانا حقاني شاعران او لیکوالان د فرهنګ د ښکلا سبب وبلل او ویې ویل دوی د شاعرانو، لیکوالانو او د ټولنې ټولو وګړو خدمت ته چمتو دي.
حقاني د فطرت هروي د شخصیت په اړه وايي هېواد پال شخصیت او د هرات ځواکمن شاعر او فرهنګي شخصیت و چې زیات علمي آثار یې ټولنې ته وړاندې کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس زیاته کړه چې د نومیالي شخصیت استاد فطرت هروي د مړینې د سلمې ورځې درناوی هغه ډېر لږ خدمت دی چې اسلامي امارت د هغه په حق کې ترسره کړی وي.
په همدې حال کې د هرات یو شمېر فرهنګیانو ارواښاد استاد محمد آصف فطرت هروی اکاډمیک او فرهنګي شخصیت وباله او د دغه شخصیت د درناوي د غونډې جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه مننه او قدرداني کوي.
د پوهنتون استاد، محمد ناصر رهیاب د استاد فطرت په اړه وايي که څه هم دغه شان غونډې نشي کولای د ارواښاد هروی شخصیت بیان کړي خو د هغه د علمي فعالیتونو او لاس ته راوړنو یادونه کولای شي لیکوالانو او ځوانانو ته یو ښه مثال وي.
په همدې حال کې د هرات پوهنتون یو استاد، نعمت الله سروري وايي چې استاد هروي د ادبیاتو او له شعر او شاعرۍ سره زیاته علاقمندي درلوده له همدې امله یې زیات شمېر آثار ټولنې ته وړاندې کړي دي.
سروري وايي چې اروا ښاد فطرت په ګاوندیو هېوادونو کې هم یو مثال و او د هندوستان او ایران له زیاتو شاعرانو سره یې اړیکې درلودې.
استاد محمد آصف هروی په ۱۳۲۵ کال کې په هرات کې وزېږېد او ښوونځی یې په هرات کې بشپړ کړ او خپل لېسانس یې د کابل پوهنتون او ماسټرۍ یې په هند کې اخیستې وه.
اروا ښاد فطرت هروي له ادبیاتو سره زیات علاقمندي لرله هغه په لیکوالۍ، شعر، ژباړې او څېړنه کې زیات استعداد درلود او له استاد هروي څخه یو شمېر آثار په یادګار پاتې دي.
استاد فطرت هروي د ۱۴۰۱ کال د ثور په اوومه نېټه په حق ورسېد.
ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا