امنیت

ابلاغيه

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ١٠
دکابل ګارنيزيون دعمومي قوماندانۍ  ابلاغيه :
دکابل ګارنيزيون عمومي قوماندانۍ ټول دولتى او غير دولتي شخصيتونو ته خبر ورکوي چې له دې وروسته د ساتوونکو او د وسله والو کسانو له  ډله ييزو تحرکاتو،  نندارو او دسپکو وسلو په ګډون د مجوزو وسلو له ليږدونې پرته  دې دماشينګڼو، توغندى ويشتونکو،هاوان او د نورو وسلو په ګډون د درندو وسلو له ليږدونې څخه دې ډ ډه وکړې ، دامنيتي دندو په بهير او ددغه شان مواردو دکتنې په صورت کې له سرغړونکوسره قانوني چلندکيږي ،بيا به دشکايت حق ونه لري  .
زغره والې پوځي واسطې هم  په ډله ييز ډول په ښارکې  اجازه نه لري او لومړى دې  دپوځي ملي سوق  او ادارې څخه اجازه ترلاسه کړى .  راتلوونکى اجراات يې تنظيميږي  ،ټينګار دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته