ټولنه

په کاپيسا کې دبريښنا دتوليد ديوبند دجوړولو کار پيل شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٦ :
دپنځه سوه شپيتو مليونو  په لګښت  په کاپيسا ولايت کې د باغ درې دبريښنا
بند  جوړيږي .
دکاپيسا والي  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ ددغه بند په جوړيدوسره به  دکابل  ، کاپيسا ،پروان  او دپنجشير دولايتونو  خلک ګټه واخلي او شاړې    ځمکې  اودښتې  خړوبيږي  چې دکورنيو په اقتصاد کې زياته  ګټه لري.
په  کاپيساولايت کې  دباغ درې  دبريښنا دتوليد بند دنړيوال بانک له خوا دپنځه سوه شپيتو مليونو ډالرو په لګښت په نږدې راتلونکي  کې  جوړيږي
د کاپيساولايت مسوولين وايي چې ددغه بند د جوړولو کار دګلبهار په ساحه کې پيليږي .
ددغه بند د جوړيدو کار له کلونو کلونو راپه دې خوا د حکومت تر سروې لاندې و  او دکاپيسا خلکو هم دهغه دکار  پيل ته سترګې په لاره و.
دکاپيسا والي  سيدمحمد خالد هاشمي وايي  چې ددغه بند په جوړيدو سره  دکابل  ، کاپيسا ، پروان او دپنجشير دولايتونو بريښنا هم پياوړي کيږي .
دا په داسې حال کې ده چې  څه موده مخکې  جمهوررئيس محمد اشرف غني  دکاپيسا ولايت ته سفرکړى و او ددغه ولايت له خلکو سره يې ديولړ پروژو دعملي کولو   ژمنه کړې  وه چې يوه له دغو پروژو څخه دباغ درې دبريښنا دبند دجوړولو دکار پيل دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته