ټولنه

دملي پيوستون دڅه دپاسه اتيا پروژوکار بشپړ شو .

کابل باختر د کب اوولسمه :
دملي پيوستون  دپروګرام د ٨٧ ټولګټو  پروژو دکار په  بشپړولوسره  پرون دسرپل ولايت  يوشمير وګړي له دغې  اسانتياو څخه برخمن شول .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ،  ددغو پروژو کار د٤٧ مليونو او ٨٠٠ افغانۍ په لګښت ددغه ولايت دسانچارک او ګوسفندي په ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيد .
په دغوپروژوکې دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو ترميمول او ټينګښت  داستنادي ډيوالونو جوړول ، محافظوي ديوالونه ، دکرنيزو اوبو دسربندونو ټينګښت اوبيا جوړول ، دسړکونو کريړ اچول ، دکرنيزو اوبودکانالونو پاکول او ټينګښت  شامل دي .
ددغو پروژو دکارپه بهير کې ٥٠٠٩تنو ته دلنډ مهال کارزمينه برابره شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته