ورزش

د استقلال ټيم د جامي پرټيم بريالي شو

کابلباختر د مرغومي٢٤ مـــــه

د  هرات ولايت د  حذفي جام دفوټبال سياليو پرون ما زيګر په يوې لو بې سره دوام و مو ند

د هرات ولايت د ورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دې لوبه کې د استقلال ټيم دصفر په مقا بل کې په دريو سره د جامي ټيم ته ماتې ورکړه

دغه سيالۍ دشپاړسو ټيمو نو ترمنځ پيل شوي اوټاکل شوې ده نن مازيګر دپامير ټيم داريانا له ټيم سره لوبه  وکړى

دغه را ز په هرات کې دځوا نا نو اوتنکيو ځوا نا نو دفوټبال دسياليو په دوام پرون ما زيګر د پا مير ټيم دصفر په مقا بل کې په يوې سره د باختر ټيم ته ماتې ورکړه اود  پيروزي ټيم ديوې  په مقابل کې په دوو سره د غالب پر ټيم بريالى شو اود خراسان ټيم دصفر په مقابل کې په دوو سره د نوابي پرټيم بريالي شو

دغه سيالۍ دځوا نا نو دشلو ټيمونو او تنکيو ځوا نانو دڅلورويشتو ټيمو نو ترمنځ پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته