امنیت

ديوه راکټي بريد مخه ونيول شوه .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دپروان ولايت په بګرام  ولسوالۍ کې  نن په پوځي مرکزونو دراکټي بريدونو مخه ونيول شوه .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر اژانس ته خبرورکړ .
دتوغندي دوه ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا په پوځي  مرکزونو دتوغولو په خاطر دبګرام  ولسوالۍ دحسن خيلو دکلي دانګورو په يوه بڼ کې ځاى پرځاى شوي و دبګرام ولسوالۍ  دامنيې قوماندانۍ دپوليسو دپرسونل له خوا کشف او دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجنيرۍ دټيم له خوا ځاى پرځاى وچول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته