امنیت

په پروان ولايت کې يو تن ووژل شو .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دپروان په ولايت کې دغير مسوولو وسله والو کسانو دډزو په پايله کې يو تن ووژل شو او يو بل تن ټپي شو .
دپروان ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل الله ضيايي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه تيره شپه دهغه ولايت دمرکز په قلعه سوخته کې  رامنځته شوه
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې لاتراوسه  دوژل شوي  او ټپي  هويت معلوم نه دى  چې په دې برخه کې پوليسو  خپله څيړنې پيل کړي دي .
دغه پيښه په داسې حال کې  دپروان په ولايت کې شوې ده چې ددغه ولايت خلکو تل دغير مسوولو  وسله والو ډلو دشتون دپراخوالې  او زياتوالې له امله شکايت کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته