
کابل، د غوایي ٢٩مه، باختر
راپورونه مو تر لاسه کړل چې په غیرقانوني توګه مېشت اسرائيلیان د نظامي ځواکونو په حمایت یوځل بیا مسجد الاقصی ته ننوتلي او بې حرمتي يې کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د مقدسه اماکنو بي حرمتي په کلکو ټکو غندي او هر څه ژر د دې چارې د درېدو غوښتنه کوي.
پر بې دفاع خلكو او عبادت ځایونو تېری د انساني او نړیوالو اصولو خلاف کار دی، ورته کړنې په ډاګه کوي، چې مظلوم او بې دفاع فلسطیني ولس د اسرائیلي اشغالګر رژیم تر ظلم لاندې شپې ورځې تېروي.