سیاست

حامدکرزي د اعتزاز حسن ميړانه وستايله

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اعتزاز حسن په نامه د هغه ځوان زړور عمل وستایه چې د خپل ځان په قربانولو سره یې د یو ځان مرګي برید مخه ونیوله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر له لارې خپره شوې ويل شوي دي .
د رسنیو د رپوټونو له مخې، د تېرې دوشنبې په ورځ د اعتزاز حسن په نوم یوه زده کوونکي د هغه ځان مرګي برید کوونکي مخه ونیوله چې غوښتل یې د خیبر پښتونخوا ایالت د هنګو په ښارکې په یوه ښوونځي برید وکړي. اعتزاز حسن له ځان مرګي برید کوونکي سره د نښتې په نتیجه کې خپل ځان له لاسه ورکړ خو بریدکوونکی یې پرې نښود چې د ابراهیم زي ښوونځي او د هغه دوه زره زده کوونکو ته زیان و رسوي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اعتزاز حسن د دغه عمل د ستایلو په ترڅ کې وویل چې تروریزم د افغانستان او پاکستان خلکو ته ګډ ګواښ دی چې تر ټولو ډیر قربانیان یې د ډیورند دکرښې د دواړو غاړو اوسیدونکي دي.
د افغانستان جمهوررئیس په دې سیمه کې رامنځته شوی تروریزم او تاوتریخوالی د جهل او وروسته پاتې والي په تورو تیارو کې د خلکو د راګیرولو وسیله وبلله او له هغو سره مقابله یې د افغانستان او پاکستان د خلکو او حکومتونو دیني او انساني دنده وګڼله.
حامدکرزي د پولیسو د یو تن افسر جان علي او د هېواد د څو تنو زړورو ځوانانو له میړانې او سرښندنې څخه د یادونې په ترڅ کې وویل چې په افغانستان کې هم  په وار وار زړورو ځوانانو د خپلو ځانونو په قربانولو سره د ځان مرګو بریدکوونکو مخه نیولې ده او په دې ډول یې په لسګونو او سلګونو کورنۍ د خپلو عزیزانو په غم او ویر له اخته کېدو څخه ژغورلي دي .
جمهوررئیس حامدکرزي اړوندو مقاماتو ته لارښوونه کړې ده چې د اعتزاز
حسن له کورنۍ سره د خواخوږۍ په نیت لازمه مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته