امنیت

په هلمند کې دپوځي عملياتو په دوام دلسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د  تلې لومړي :
لس تنه ډار اچوونکي په هلمند ولايت کې دپوځي عملياتو په دوام ووژل شول .
دغه پوځي عمليات څه ناڅه يو مياشت مخکې دلښکرګاه ښار ته څيرمه او دسنګين او ناوې ولسواليو په ځينو برخو کې د طالبانو په سنګرونو پيل شول او تراوسه پورې دوام لري .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په  بهير کې تراوسه پورې دوسله والو طالبانو دډلې دڅو تنو پاکستاني قوماندانانو اوجګړه مارانو په ګډون ددغې ډلې دوه سوه ديرش تنه غړي وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وويل چې په دغو عملياتو کې دغه راز دوسله والو طالبانو دډلې څومرکزونه  دړې وړې شوي او دهغوى په لسګونوجنګي وسايل دپوځيانو لاس ته ورغلي دي
  په دغو عملياتو کې دملي اردو، ملي پوليسو ،  ملي امنيت اودکوماندو په لسګونو تنه پوځيان ګډون لري او ددغو عملياتو موخه د ډار اچوونکو له شتون څخه دهلمند ولايت دناامنو سيمو پاکول او ددغه ولايت خلکو ته د ډاډمن امنيت دمناسبې  فضا برابرول  بلل شوي دي  .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم وايي چې پوځيان ددغو عملياتو په بهيرکې  خپل پرمختګ ته هماغه شان دوام ورکوي .
دغه پوځي عمليات په داسې حال کې پيل شوي دي چې په هلمندکې  دوسله والو طالبانو په ګډون د ډار اچوونکو ډلو دشتون او فعاليت دزياتوالي خبرونه رارسيدلي دي .    ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته