امنیت

اته تنه په بغلان کې ټپيان شول

پلخمري باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
د پلخمري ښار په مربوطاتوکې نن له غرمې مخکې د طالبانو له خوا د دوو ښخ  کړاى شويو مايونو د چاودنې له امله  اته تنه ټپيان شول.
د پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سمونوال محمد افضل انوري  باختر آژانس ته وويل چې دغه ماينونه د پلخمري ښار د حسين خيلو په کلي کې وچاوديدل چې له امله يې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان اصيل خان او د هغه يو ملګرى ټپيان شول او کله چې خلک د دوى د ليږدونې په مقصد سيمې ته را ورسيدل، دويمه  چاودنه رامنځته شوه.
د ده د څرګندونوله مخې، په دويمه چاودنه کې د يوه ماشوم په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر غفاري د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.            

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته