کابل باخترد ليندى څليرويشتمه :
په کندز ولايت کې دوسله والو طالبانو ديو مشهور قوماندان په قرارګاه پرون دهوايي بريد په نتيجه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې د کندز ولايت دقلعه ذال ولسوالۍ د اقتېپې په سيمه کې دوسله والو طالبانو ديومشهور قوماندان مولوي کرامت په قرارګاه دافغان ځواکونو په هوايي بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
رضايي زياته کړه په دې هوايي بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ