سیاست

جمهوررئیس غني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې له ګډون وروسته هېوادته راستون شو

کابل_باختر د کب د مياشتې١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په مونیخ امنیتي کنفرانس کې له ګډون او وینا وروسته نن له غرمې مخکې وطن ته راستون شو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس پرون د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ په امنیتي، اقتصادي، د سرحدي چارو د تنظیم، تروریزم سره د مبارزې په ګډون د سیمه ییزو مسایلو په اړه د همکاریو د پراخولو، د سیمه ییزه همکاریو کنفرانس او ایران ته د افغانستان حکومت د پیشنهادي بستې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس د اورګاډي کرښې په هکله چې چین د افغانستان له لارې ایران سره وصلوي او همدارنګه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو د اتصال او د ورېښمو لارې جوړولو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې د ایران حکومت د افغانستان د پیشنهادي بستې په اړه خپل نظریات  شریک کړي او له هغه وروسته په دې اړه خبرې پیل شي.
دغه راز؛
جمهور رئیس غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي لخضر ابراهیمي سره هم وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې د مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او جمهور رئیس غني، ښاغلی ابراهیمي د افغانستان ښه دوست او همکار وباله.
همدارنګه جمهور رئیس غني د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدریم سره هم وکتل او په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې تر منځ د مناسباتو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په همدې ترتیب د مونیخ امنیتي کنفرانس په متن کې د جمهور رئیس غني په حضور کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اروپایي ټولنې مرستیالې او د بهرني سیاست مسولې مېرمن فیدریکا موګریني د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د مشارکت او پراختیا توافقنامه لاسلیک کړه.
دې توافقنامې له افغانستان سره د اروپایي ټولنې همکاري رسماً تعریف کړې او د قانون د حاکمیت، صحت، انکشاف، کلیو، معارف، ساینس او ټکنالوژي ، له فساد سره د مبارزې، پیسو وینځلو او د تروریزم د مالي تامین ، سازمان شویو جنایتونو او د نشه یي توکو د مخنیوي په اړه د موثره دوه اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو اساس برابروي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته