امنیت

ديارلس طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
ديارلس وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د پښتون کوټ ولسوالۍ د نذير اباد او نادر اباد په سيمو کې د توپچي ځواکونو په بريدونوکې وژل شوي دي .
  هغه وويل: په وژل شويو طالبانو کې  شپږ ازبکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
په دغو بريدونوکې اووه  نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي .
د يوبل خبرله مخې، شپږ وسله وال طالبان د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ د توپخانې په کلي کې  له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه، په دغو جګړو کې شپږ پوځيان هم شهيدان او دوه نور ټپيان شوي دي .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته