امنیت

دچاريکاروښار داوسيدونکي وژونکى ونيول شو.

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
هغه سړى چې څه موده مخکې يې د چاريکارو ښار د ده قاضي دکلي يو تن اوسيدونکى وژلى و دپوليسو له خوا ونيول شو.
دپروان ولايت د امنيه قوماندان محمد زمان مموزي دباختر اژانس خبريال ته وويل : دغه سړى چې محمد شافع نوميږي اوتور پرې لګول شوى دى. چې څه موده مخکې يې دپروان ولايت په مرکز پورې اړوند ددولانه د کلي اوسيدونکى عبدالباسط د شير محمد زوى د کورنۍ دښمني له امله وژلى واودپوليسو ترڅارنې لاندې و ونيول شو.
دغه سړى اوس تر پوښتنولاندې دى او پيښه دپروان ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر خلاف دمبارزې دمديريت تر څيړنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته