اقتصاد

دکورنيو توليداتو دکيفيت دلوړولو په مقصد تفاهم ليک لاسليک شو.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دپانګونې دملاتړ د ادارې او د ستندرد دملي خپلواکې ادارې ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک نن په کابل کې لاسليک شو.
دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې کتنه چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دپانګونې دملاتړ د ادارې يا ايسا لوى رييس محمد قربان حقجو وويل چې دغه تفاهم ليک دکورنيو توليداتو دکيفيت د لوړولو او د کورنيو محصولاتو دمعياري کولو په مقصد ددغو دوو ادارو ترمنځ لاسليک شو.
حقجو زياته کړه چې دغه تفاهم ليک له يوې خوا دکورنيو محصولاتو دکيفيت دلوړولو سبب کيږي او له بله پلوه لګښت کوونکي هم د توليداتو له لوړ او معياري کيفيت څخه ګټه اخلي.
دغه راز د ستندرد دملي خپلواکې ادارې رييس پوپل پوپلزي وويل: موږ چمتو يو چې دخصوصي توليدي فابريکو کارکوونکو ته دکورنيو توليداتو دستندرد کولو لپاره روزنيز کورسونه جوړ کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته