ټولنه

د کابل ښاروالۍ د ښاري بسونوفعالیت درول کېږي

کابل / د غبرګولي ۲۷ / باختر
د کابل ښاروالۍ اعلام کړی دی چې د دغه بنسټ د ښاري بسونوفعالیت د غبرګولي په ۲۹ نېټه د شنبې له ورځې څخه په موقته توګه درول کېږي.
په هغه خبرپاڼه کې چې نن د کابل ښاروالۍ له لوري خپره شوې ده ویل شوي دي چې د دغو بسونوفعالیت د کرونا ویروس د خپرېدو د ستونزې له لرې کېدو وروسته پیلېږي.
همدا اوس د کابل ښاروالۍ ښاري بسونه چې شمېریې لږ دي د نوې کارتې او د احمد شاه بابا مینې په ساحوکې فعالیت کوي.
باید وویل شي چې په کابل ښارکې په زرګونوښاري بسونه په متفاوت ظرفیتونوسره په ترانسپورتي خدمتونو بوخت دي او د مدیریت لپاره یې هیڅ کارنه دی شوی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته