ټولنه

په سمنګانو کې درې کيلومتره سړک پخېږي .

کابل باختر دليندى څوارلسمه : په سمنګانو کې ددرې کيلومترو سړک دپخولو کار نن پيل شو . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه سړک دالمان له خوا ددوه نوي مليونوافغانيو په لګښت په ايبکو ښار کې دشپږو مترو په سور پخېږي . دغه راز ددغه سړک په تګلوري کې درې متره پلې لار او لس پلګوټې هم په پاخه او اساسي ډول جوړېږي . ويل کېږي ددغه سړک دکار په بشپړيدو سره دسيمې اوسيدونکو ته زياتې اسانتياوې برابرېږي او بڼوال خپل کرنيز محصولات له زيان پرته بازارونو ته وړاندې کړي . ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته