امنیت

په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې د٣٠ تنو طالبانو اوډاراچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢١ :
دننګرهار ولايت دداعشيانو اوطالبانو پرسنګرونو دنويو هوايي اوځمکنيو بريدونو ډګر و.
دغه  بريدونه په تيرو ٢٤ساعتو کې  دننګرهارولايت په ځينو سيمو کې دداعشيانو اوطالبانوپه  سنګرونو ترسره شول.
لومړي بريدونه تيره شپه په هسکه مينه کې  د  داعشيانو په  سنګرونو ترسره شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  په دې هوايي اوځمکنيو بريدونوکې شل تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو کله چې ديولړ بريدونو په ترسره کولو بوخت وچې  دځانګړو ځواکونو له خوا  پرې  هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
د کوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سيلم وايي په دې بريدونو کې دداعشيانو څومرکزونه  له منځه تللي  دي.
ديوبل خبر له مخې : د ننګرهار ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې دوسله والو  طالبانو په سنګرونو په هوايي بريدونو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو تيره شپه ددوى په پټنځايونو بريدونه وشول.
دننګرهار دوالي وياند وايي په دغو هوايي بريدونو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دننګرهارولايت  په  کوټ ولسوالۍ کې  په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې پنځه تنه ووژل شول او په لسګونو تنو نور ټپيان شول.
په دغوداعشيانو کله چې په تروريستي بريدونو بوخت و پرې هوايي بريدوشو.
ويل کيږي  په دې  جګړه کې سرتيرو اودسيمې اوسيدونکو ته زيان نه  دى اوښتى.
دوسله والو طالبانو دغه ډيپوګانې ديولړ پوځي عملياتو په بهيرکې دنازيانو ، کوټ او اچين ولسواليو کې کشف اوترلاسه شوي دي.
دغه راز ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت امنيتي مامورينو له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې  دڅه ناڅه شپږو ماينونو په  کشفولوسره ديولړ  چادونو مخه ونيوله.
دغه ماينونه دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې  ځاى پرځاى شوي و چې دسيمې دخلکوپه همکارۍ کشف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته