ټولنه

دکابل _ غوربند لويه لاره خلاصه شوه .

کابل باختر دتلي اتمه :
دکابل _ غوربند لويه لاره پرون دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
دغوربند درې دسياه ګرد ولسوال نور اقا سامع دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه لاره له هغه وروسته  وتړل شوه چې دغوربند  درې دسياه ګرد او چار ده اوسيدونکو ديوه سيمه ئيز ډاکتر دوژل کيدو په اعتراض دغه لاره تړلې وه .
ده وويل  چې اعتراض کوونکو ته ډاډ ورکړ شو چې ددغې وژنې عاملين به ژر ونيول شي .
ويل کېږي چې دغه ډاکتر دپخوانيو جهادي دوو قوماندانانو دنښتې له امله درې ورځې مخکې  ووژل شو .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته