ورزش

دبايسکل ځغلولو سيالي پيليږي .

کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
ټاکل شوې ده سبا دبايسکل ځغلولو  او دځغاستې  سيالۍ په کابل کې پيل شي.
باختراژانس دالمپيک دملي کميټې دمسوولينو  له خولې خبر راکړ، دغه سيالۍ دالمپيک دنړيوالې  ورځې په درناوي  دسهار په اووبجو  دکابل پولي تخنيک له څلور لارې  څخه پيل او دپغمان ترولسوالۍ پورې دوام مومي.
   دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون درييس محمد صادق صادقي دڅرګندونو له مخې، دبايسکل ځغلولو په سيالۍ کې به چې په ازاده توګه ترسره کيږي څه دپاسه سل تنه ورزشکاران ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته