نړۍ

څه دپاسه دوه زره تنه له آلمان څخه شړل کيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٠ :
آلمان په پام کې لري  ٢١٣٣ تنه افغان پناه غوښتوونکي په  قطعي ډول  له دغه هيوادڅخه وباسي .
باختر آژانس د آلمانۍ ورځپاڼې ولت ام زوتنګ له خولې خبر راکړ:
١٢٥٨١ تنه پناه غوښتوونکي چې د آلمان له هېواد څخه د ايستلو له خطر سره مخامخ دي،  ٢١٣٣ تنه يې په قطعي ډول  ايستل  کيږي.
دغې ورځپاڼې څرګنده کړې ده چې داسې اسناد يې ترلاسه کړي دي چې د مهاجرت فدرالې ادارې دغه پناه غوښتوونکي د قانوني سند د نه بشپړولو، وزګارتيا او ناروغۍ له امله  له دغه هېواد څخه ايستل کيږي .
ويل کيږي؛ تر اوسه پورې په دريو پړاوونوکې له آلمان څخه افغانستان ته د ليږدول شويو مهاجرينو شمېر١٤٧ تنو ته رسيږي.
وروستي پړاو مهاجرين چې له آلمان څخه ايستل  شوي دي؛ اتلس تنه دي چې د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته رسيدلي دي.
د افغانستان د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت په داوطلبانه ډول د مهاجرينو  په ايستلو ټينګار کوي او د ډله ييزو ايستلو مخالف دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته