ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن دعمان له ټيم سره لوبه کوي .

کابل- باختر دوري شپږمه:
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن په نيپال کې د آسيا په شل اوريزوسياليوکې دعمان له ټيم سره سيالۍ کوي .
دهيواد دکرکټ بورد رييس شهزاده مسعود دباخترآژانس خبريال ته وويل: د آسيا شل اوريزې سيالۍ چې دافغانستان په عمان ، بحرين ، عربي متحده اماراتو ، کويټ ، نيپال ، ماليزيا ، هانک کانګ، مالديف او سنګاپور دکرکټ دملي ټيمونو په ګډون، په نيپال کې پيليږي ، افغانستان په خپل ګروپ کې دکابل په وخت نن غرمه په دولسو بجو دعمان له ټيم سره لوبه کوي او دويم لوبه يې دبحرين ، دريم لوبه يې له اماراتو او څلورمه لوبه يې دکويټ له ټيم سره ترسره کوي .
دکرکټ بورد د رييس دڅرګندونو له مخې: ددغوسياليو ګټوونکي ټيمونه د ٢٠١٤ ميلادي کال  شل اوريزو نړيوالو سياليو جام ته لاره مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته