امنیت

په ننګرهار کې دسلګونو تنه پاکستانې چاوديدونکو توکو کشف

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې  ٧ :
په پاکستان کې په سلګونو  کيلوګرامه  جوړشوي  چاوديدونکي توکي په ننګرهار ولايت کې کشف شول.
ويل کيږي چې دغه توکي  نوي  له پاکستان څخه افغانستا ن ته ليږدول شوي و او ټاکل شوې وه چې د جلال اباد ښار ته وليږدول شي.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې  په دغو توکو کې ٤٠٠ کيلوګرامه  چاوديدونکي توکي شامل دي.
ده وويل:  دغه  چاوديدونکي توکي  دوسله والو طالبانو دډلې و  او ليږدونکي يې  د چاوديدونکو توکو انډي په مهارت سره  په يوه بار وړونکي موټر کې ځاى پرځاى کړي و.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛  په ښکاره  ددغو توکو دليږدونې  عاملين  دپوځيانو له رسيدو مخکې تښتيدلي و.
دننګرهار ولايت پوليس وايي چې دغه توکي په پاکستان کې  جوړ شوي دي اود ورانکارۍ لوړ قدرت لري.
په يوه  بل خبر کې ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو دډلې د  جنګي وسايلو يوه ډيپو په ننګرهار ولايت کې کشف شوې ده .
په دې ډيپو کې په لسګونو سپک او درانده   جنګي وسايل او يوه اندازه  چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته