ټولنه

نهه تنه په هرات کې په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۹ مه
  د هرات ولايت د فرسي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۹ تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه د يوه باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله د سياه نخود غاښي په سيمه کې وشوه.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پېښه کې نهه تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور سخت ټپيان شول.
د دغې پېښې وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي چې ټپيان د درملنې لپاره د شينډنډ ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي دي.
د دغې پېښې وژل شوي کسان منځنی عمر لرونکي وګړي دي او په ټپيانو کې درې تنه تنکي ځوانان او نور منځنی عمر لرونکي کسان دي .
  ختم_ سعيده_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته