اقتصاد

د نړۍ د خوړو د سازمان دڅلورکلنې ستراتيژي مسوده دکار او ټولنيزوزو چارو وزارت ته ورکړې شوه .

کابل- باختر  دسلواغي اتلسمه:
  په افغانستان کې د نړۍ د خوړو د سازمان رييس نن ددغه سازما ن دڅلور کلنې ستراتيژي مسوده د شهيدانو، معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزيرې ميرمن آمنې افضلي ته وړاندې کړل .
په دې ستراتيژي کې له اړو کسانو سره  بيړني مرستې او ټولنيز مصوونيت شامل دي.
دشهيدانو، معلولينو کار او دټولنيز چارو وزارت دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ:آمنې افضلي دغه رازپه افغانستان کې د نړۍ د خوړو دسازمان مسوول ليويس امبليو ته وويل چې دغه وزارت د ټولنيز مسووليت طرحه په څلور ولايتونو او څو ولسواليو کې عملي کړې ده چې بنسټ يې د بې وزلي له منځه وړل دي .
دې دغه راز وويل: په پام کې لري چې دمرسن دويو موسسو په همکارى د ټولنې له  زيانمنوونکو قشرونو سره مرستې وکړي اوهلې ځلې کوي چې د حرفوي او فني زده کړې مرکزونه ځوانانوته زيات شي او له معلولو ماشومانو سره  نغدي مرستې  وشي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته