امنیت

تبصره

کابل – باختر د زمري د مياشتې ١٩
د کونړ او نورستان د ولايتونو په مربوطاتوکې د ډيورند له فرضي کرښې اخوا څخه راکټي بريدونو له ډار اچوونکو سره د عاملينو لاس يو کول په ډاګه کوي .
د باختر آژانس مبصر ليکي:
په دې ورځوکې چې د کابل له دروازې او ديوال څخه غم وريږي او د خلکو دښمنان په ډيرې بې رحمۍ سره د هغه د عزيزانو وينه تويوي؛ پاکستاني پوځيان هم د افغانستان په سرحدي ولايتونو راکټي بريدونو ته دوام ورکوي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د تيرې اوونۍ په بهيرکې تر پرون پورې هغه په سلګونو توغندي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا توغول کيږي؛ د افغانستان د کونړ او نورستان په ولايتونو لګيدلي دي.
له شک پرته دغو بريدونو مرګ ژوبله اړولې ده؛ ويجاړتياوې يې کړې دي او خلک يې بې ځايه کړي دي. خو هغه اصلي پوښتنه چې خلک يې طرحه کوي دا ده چې پاکستاني واکمنان تل د خبرو ميزته د طالبانو د هڅونې خبرې کوي، خو کله چې په پرديو پلورل شوي کسان په کابل کې ځانمرګي او بمي بريدونه ترسره کوي؛ ولې پاکستاني پوځيان او واکمنان له هغوى سره په لاس يو کولوکې د هيواد په سرحدي سيمو د توغنديو په ويشتلو او د توپونو په ډزو لاس پورې کوي؟ آيا دغه راکټي بريدونه او د توپونو ډزې په يو ډول نه يو ډول د طالبانو د بشري ضد او اسلامي ضد جنايتونو ملاتړ نه دى؟
دا پوښتنه پاکستاني مقاماتو ته متوجه کيږي چې د دوستۍ او وروولى او ډګډ تاريخ او فرهنګ خبرې کوي. خو د هغوى د انسان وژنې په فابريکوکې په سلګونو تنه د انسان وژنې لارې چارې او فرهنګ زده کوي او افغانستان ته را استول کيږي چې خلک ووژني او هيواد ويجاړ کړي.
دغه شان دى د يو داسې هيواد په قاموس کې د ښه ګاونډيتوب دود چې سولې او دوستي لاپې کوي؛ خو انسان وژونکي روزي او افغانستان ته يې استوي؛ په دې هم بسوالۍ نه کوي او د هيواد په سرحدي سيمو د توپوڼو ډزې کوي.
خلک له خپلو واکمنانو څخه غواړي په سلګونو کلونه کيږي چې په دغه شان بريدونو سترګې پټيږي او د افغانستان خلک هره ورځ قرباني ورکوي. له دې امله بايد په افغانستان کې د سولې او جګړې په اړوند څرګند او دقيق سياست طرحه او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ يې عملي کړي.
له نړيوال جدي ضمانت پرته په سيمه کې سوله ناشونې ده، ځکه داسې هيوادونه شته چې په سيمه کې د خپل هيواد د ګټو په لټه کې دي؛ نه د سيمې د ګټو په فکر کې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته