فرهنګ

مبارز را شدي د رسسنيو دڅيړونکى رپوټ رد کړ

داطلاعا تواو فرهنګ وزارت نشرا تي معين دين محمد مبارز راشدي نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دخبريالا نو په وړا ندې دهيڅ مقام ناوړه چلند نه منو اود خبريالا نو دشکايتونو دڅيړنې اود خبريالى د کاردټولو شکايتو نو د تعقيبولو مرجع د اطلاعا تو او فرهنګ وزار ت دي

داطلا عا تو اوفرهنګ وزارت نشرا تي معين دغه څرګندونې په داسي حال کې بيا نوى چې د افغا نستان د ازادو ر سنيو څيړونکى په يو رپوټ کې ويلي دى چې په روان ميلادي کال کې د تيرکال په پرتله دخبريالانو په وړا ندې د تا و تر يخو الى کچه په سلو کې ٣٨  لوړه شوې ده

ددغه مرکز درپوټ له مخې ، نا امنې ، د رسنيو په کار کې لاسو هنه اوپه معلوما تو نه لاس بري هغه اساسي ستو نزې دې چې خبريالان ورسره لاس او ګريوان دي .

دباختر اطلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : مبارز را شدي په دې خبري غونډه کې وويل : موږ د افغا نستان د ا زادو ر سنيو دڅيړونکى درپوټ درنا وي کوو او نه شو کولاى دغه رپوټ تاييد کړو

ده زيا ته کړه : د کال په بهير کې مو له خبريالانو سره د نا وړه چلند له څلورو مواردو څخه زيات نه لرل چې موږ ته رپوټ ورکړ شوى وې اودغه ټول موارد په ډير جدى ډول تعقيب شوى دى او ښه نتيجه يي هم ورکړى ده

را شدي زيا ته کړه : د افغا نستان رسنى د افغا نستان  د  حکومت ډير لوړ اوډير ښه لس کلن برياليتو ب اود  افغا نستان خلکو ته يو ډير ستر غنيمت بولو چې د افغا نستان د تا ريخ په اوږدو کې  ساري نه لري اود افغا نستان د حکومت دغه ستر برياليتو ب ته په هيڅ صورت حاضر نه يو چې زيان ورسيږي او کمزوري شي اود خبريالا نو دښه او ا زاد فعاليت لپاره هم په را تلونکى کې به له هر را ز ممکنو تدبيرو نو څخه کا روا خلو .

 دمبارز دڅرګند ونو له مخې : دخبريالانو د کار د ښه والى لپاره

 دډله ييزو ا طلاعا تو د وسايلو د قا نون ترڅنګ په معلو ما تو دلاس بري دحق دقا نو ن مسوده اوپه خصوصي  ر سنيو کې د کا ر مقرره اود افغا نستان درسنيو نشرا تي پاليسې د ا طلاعا تو او فرهنګ وزارت له خوا  چې نږدي دوه مياشتې مخکې دنظر غو ښتنې په خا طر چاپ اوپه وا ک کې ورکړل شوى دى او داټول دخبريالى د کار د ښه والى اود خبريالا نو د ملاتړ لپاره دى چې تاسي و کولاى شي په ډاډ سره کاروکړې اود خبريالانو په وړا ندې دهيڅ مقام نا وړه چلند نه منو او په دې لاره کې به په بشپړ جديت سره چلند  و کړو

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته