امنیت

په کندزکې د نويو جګړو له امله د څه د پاسه ٢٠٠ تنو وسله والوطالبانومرګ ژوبله

کابل باختر د ثور دمياشتې ٨ :
د طالبانو د ډلې د يوشمېر بهرنيوجګړه مارانو په ګډون څه د پاسه ٢٠٠ تنو وسله والو طالبانو ته په کندز ولايت کې د نويو جګړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه جګړې د کندز ولايت په ځينوبرخوکې زياتره د کومانډو د ځواکونو په ګډون د سلګونو تنو  نويو ځواکونو له ځاى پرځاى کيدو وروسته رامنځته شوې دي .
په کندزکې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د افغان ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ جګړه له تيرې شپې را په دې خوا د دغه ولايت په ځينو سيموکې سخته شوې ده.
ده تائيد کړه چې په دې جګړوکې ٨٣ تنه وسله وال  طالبان  ووژل شول او ١١٠ تنه نور يې ټپيان شول چې ٢٣ تنه بهرني جګړه ماران هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي.
دکندز ولايت ځينې برخې آن د دغه ولايت مرکز د يوې وروستۍ مياشتې په بهير کې د تروريستي ډلو د شتون په زياتوالي سره د سختو جګړو ډګر و آن چې يرغلګرو د ښار اووه کيلومترى واټن ته پرمختګ کړى و.
خو د اردو دغه قوماندان وايي چې د نويو ځواکونو په ځاى پرځاى کيدوسره   طالبان د سر د سخت زيان په زغملو سره لرې پرتو سيموته وتښتيدل.
دا په داسې حال کې ده چې په کندزکې د نويو ځواکونو په ځاى پرځاى کيدو سره   ډير ژر به ستر پوځي عمليات پيل شي .
په دغو عملياتوکې هلې ځلې کيږي چې د کندز ټولې ساحې د تروريستي ډلوله کنترول څخه وايستل شي او خلکو ته د ښه  ژوندانه فضا برابره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته