سیاست

د اجرائیه رئیس پیغام

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٦ مه
په زابل کې د ملي ټلویزيون د خبریال یعقوب شرافت پر شهادت د اجرائیه ډاکتر عبدالله عبدالله رئیس پیغام
له بده مرغه، چې د افغانستان یو بل رښتینی، وطن دوست او پر خلکو مین بچی، محمد یعقوب شرافت د ابد لپاره تور زړو دښمنانو له موږ څخه واخستی.
یعقوب شرافت د یوه خبریال په توګه تر خپلو خلکو او ټولني پورې د حقایقو په رسولو کې مرسته کول او د عدالت لپاره یې هڅي کولې.
شهید شرافت په پوره ایماندارۍ، مینه او پاک زړه د هیواد د یوې مهمې برخې د هېر سوي ولس غږ رساوه. شهادت یې د بیان د ازادۍ ترڅنګ، د هماغې ساحې ولس ته لویه ضایعه ده.
زه پر هغه باندې برید په کلکه غندم، کورنۍ او خواخوږو ته یې تسلیت وړاندې کوم او د هیواد د مطبوعاتو له لويې او زحمت کښې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک ګڼم.
پر شرافت برید د ټولو اسلامي، افغاني، کلتوري او انساني اخلاقو خلاف کار او د نړۍ په هر دین او مذهب کې غندل شوی دی.
د دې پېښې تر خبر اورېدلو وروسته مې ټولو اړوندو کشفي او امنیتي ادارو ته وظیفه ورکړې، چې پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته