کابل باختر د تلي نولسمه :
دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې دافغانستان داسلامي ګوند په غونډې پرون وسله وال بريد وشو .
دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد صديق باختراژانس ته وويل: هغه غونډه چې داسلامي ګوند دغړو له خوا ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددوه زرو تنو په ګډون جوړه شوې وه ، له يوې ساحې څخه په دغې غونډې توغندى وتوغول شو چې دلګيدو له امله يې درې تنه ملکيان ټپيان شول .
دسياه ګرد ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړې ده چې دغه توغندى دغونډې سيمې ته څيرمه کې لګيدلى دى . چې له امله يې دسيمې ددرې تنه اوسيدونکي برسيرن ټپيان شوي دي او د سياه ګرد ولسوالۍ په کلينيک کې له درملنې وروسته رخصت شول .
دغه پيښه دپروان ولايت دامنيه قوماندانۍ له خوا هم تاييده شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل