نړۍ

دفيليپن دسيلاونودسرزيانونه يوسلو زرو تنو ته ورسيدل

د فليپين  په دولت پوري  اړوند دغيرپوځي دفاع سازمان په دغه هيواد کې دتيري اوونۍ  دسيلاونو اوتوپان له امله دوژل شويو کسانو شمير يوسلو زر تنه اعلام کړ.

له مانيلاڅخه دفرانسې دخبري اژانس دخبرله  مخې ددغې طبيعي پيښې  دتري تم شويو کسانو شمير هم يو زرو نهه اويا تنه اعلام شوي دي.

توپان اوسيلاو دفليپن په جنوب کې دمينداناو ټاپو دکاګاديان دښار ددرې سوه ديرشو زرو تنو دبيځايه کېدو سبب شول چې همدا اوس نهه شپيته تنه يې په لنډمهالو  پناه ځايونو کې ميشت شوي دي.

مرستندويان په داسې حال کې په کار بوخت دي  چې په دغه هيوادکې دعيسويت  پيروان دمسيح له ميلاد داختر جشن نيسي  ، خو دکاګاديان دښاروال دڅرگندونوله مخې  ددغه ښار خلک اختر نه لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته