اقتصاد

په کونړ کې دوې مهمې پروژې ګټې اخيستنې وسپارل شوې

 اسعد اباد/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۲ مه
د اطلاعاتو او فرهنګ او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو له خوا د ۱۹ میلیونو افغانیو په لګښت د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسواليو کې د دوو مهمو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې په دغو پروژو کې د نورګل ولسوالۍ د شمس الهدی کتابتون او په څوکۍ ولسوالۍ د یو روزنتون ودانۍ شامله ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو د معین پوهاند محمد رسول باوري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معین غلام حیدر جیلاني او د کونړ د والي له خوا د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخسیتنې ته وسپارل شوې.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال  د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د یادو پروژو په  بشپړیدو سره لسګونو یتیمو زده کوونکو ته د سرپناه او ځوانانو ته د کتاب لوستلو زمینه برابره شوه.
هغه کونړ ته د مرکزي حکومت د لوړپوړو مسوولینو سفرونه ګټور وباله او د یادو وزارتونو له مسوولینو څخه یې د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته