واشنګټن- ايرنا باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما داقليم دبدلونونو په باب دفرانسې په پايتخت کې دمشرانو په غونډه کې دګډون لپاره نن پاريس ته ورسيد.
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :
اوباماپاريس ته له رسيدو څخه څو شيبې وروسته په پاريس کې د مرګانيو بريدونو د قربانيانو درناوى وکړ. وروسته دکنسرت هغه سالون ته لاړ چې په هغه کې دتروريستانو ديرغل په بهيرکې ډير مرګاني بريدونه وشول .
دى چې ټاکل شوې ده د اقليم د بدلونونو د کنترول دڅرنګوالي په باب دمشرانو په غونډه کې د نړۍ يو تصميم نيوونکى مشر وي ، دکنسرت په ځاى کې دفرانسې له جمهوررييس فرانسوا اولاند سره يوځاى شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ