امنیت

د طالبانو یو قوماندان په بلخ کې ووژل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۲۴ مه
په بلخ کې د طالبانو یو قوماندان تېره شپه ووژل شو.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چی د وسله والو طالبانو یو قوماندان په نارګل مشهور شعیب له خپل ملګري سره يې د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ په بای تیمور سیمه کې له امنیتي منسوبينو سره په نښته کې ووژل شو.
رضایي زیاته کړه چې په نښته کې درې نور طالبان ټپیان شول .
د یو بل خبر له مخې:
افغان پوځیانو په عملیاتوکې د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ د سرخ ګنبد، شش خانه او هاشم آباد کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته