امنیت

دپښتني بانک پخواني رييس ونيول شو

کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :

دهيواد دلوى  څارنوالۍ مقامات وايي چې دپيښتني بانک پخواني رييس حيات الله دياني له دولسو تنو نورو سره نيول شوي دي .

مقامات وايي په دغو ديارلسو تنو تورلګول شوي دي  چې دپښتني بانک  په پنځه  ديرشو مليونو ډالرو يې مزي چړي کړي دي .

دباختراژانس دخبرله مخې له اداري فسادسره دمبارزي په چارو کې دلوى څارنوالۍ مرستيال جنرال ابوبکر رفيع چې نن يې په يو خبري کنفرانس کې  خبري کولي  څرگنده کړه  دپښتني بانک پخواني رييس په ١٣٨٩ کال کې دهيواد دجمهوررييس په حکم يوسلو دوه ديرش مليونه ډالره له مرکزي بانک څخه پښتني بانک ته ليږدولي دي  او اوياى شرکتونو ته يې  پور ورکړي  دي  له دې جملې څخه  يوشميرشرکتونو چې دفعاليت جواز يې درلود خپل پورونه بيرته بانک ته تحويل کړي  دي خو ددغو پيسو  پنځه ديرش مليونه ډالره بيرته دبانک خزانې ته نه دى تحويل شوي .

جنرال رفيع زياته کړه  چې دڅيړنو دټيم تحقيق وښودله  چې دغه پنځه ديرش مليونه ډالره دهغه شرکت په نامه ثبت شوي دي  چې دفعاليت  جواز اوحقوقي هويت نه لري  او دفعاليت ځاى  نه دى معلوم شوي   او دايسا يا دپانګې  اچونې  دملاتړ په ادره کې  ثبت نه دي .

دلوى څارنوالۍ   دغه مقام وويل داسې شواهد اومدارک شته چې دپښتني بانک پنحه ديرش مليونه ډالره دښاغلي دياني اود دولسو  تنو همکارانو ترمنځ ويشل شوي دي .

جنرال رفيع زياته کړه چې نيول شويو کسانو څو کورونه په جعلي ډول دضمانت په توګه  معرفي کړي دي په داسې حال کې چې دغه شان جايدادونه نشته .

 جنرال رفيع څرګنده کړه  څيړني ښيي چې په بانکونو کې زيات فساد شته او دايو ښه خبر نه دى .

دجنرال ابوبکر رفيع دڅرګندونوله مخې  په اړونده وزارت کې دځواکمني  کنترول نشتوالې په بانکونو کې دفساد عامل  دي.

ده ټينګار وکړ ترهغه وخته پوري  چې دپښتني بانک  حيف اوميل شوي پيسې  ددولت خزانې  ته را ونه ګرځول شي  دغه ديارلس تنه به په بند کې پاتي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته